خلیلزاد د جمعیت ګوند له مشرانو سره لیدلي دي

5 حوت 1398 ساعت 8:55

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعیت ګوند له مشر صلاح الدین رباني او د ګوند له نورو غړو سره لیدلي دي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعیت ګوند له مشر صلاح الدین رباني او د ګوند له نورو غړو سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې صلاح الدین رباني په یوه ټوېټ کې ویلي، چې له خلیلزاد سره یې لیدنه پرون یکشنبې د کب ۴ مه شوې ده.

نوموړي ویلي، جمعیت ګوند د سولې په برخه کې د خلیلزاد له هڅو مننه کوي او دغه زار په لیدنه کې یې ورسره خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.

هغه زیاته کړې، چې له خلیلزاد سره یې په هېواد کې د ټاکنو پر سره د وروستیو سیاسي کړکېچونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د یادونې ده، چې خلیلزاد تر دې یوه ورځ وړاندې د ولسمشر غني له لومړي مرستیال او د جنبش ګوند له مشر جنرال عبدالرشید دوستم سره هم لیدلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125289

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125289/

جمهور
  https://www.jomhornews.com