له افغانستان وروسته ترکیې، پاکستان او ارمنستان هم د کرونا ویروس د میخنوي په خاطر له ایران سره خپلې پولې تړلې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبرله مخې یاد هېوادونه دغه ګام وروسته له هغې اخلي، چې د ایران په قم ښار کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې.
د ایران روغتیايي چارواکي وایي، تر اوسه پورې د دغه ناروغۍ له امله ۸ تنه مړه شوي او د دې څو چند زیات کسان پرې اخسته شوي دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا هم پرون په یوه غونډه کې پرېکړه کړې، چې له ایران سره د هوايي او ځمکنۍ تګ راتګ بند شي.
افغانستان دغه ګام وروسته له هغې واخیست چې په هرات ولایت کې د ایران له قم ښار څخه راغلو دریو تنو کې یو ډول شکمنه ناروغي لیدلي شوې ده.
د هرات د عامې روغتیا چارواکي وایي، د دغه ناروغانو معاینات یې کابل ته لېږلي او ناروغ کسان یې تر جدي څار لاندې نیول شوي دي.
د ترکیې حکومت ویلي، چې له ایران سره خپله پوله موقتاً بندوي څو ترکیې ته د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.
دغه راز پاکستان او ارمسنتان هم د دغه ناروغۍ د مخنیوي په موخه له ایران سره خپلې پولې تړلې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل