۰

ډاکترعبدالله هم لوړه کوي، د لوړې مراسمو ته یې د چمتوالي حکم ورکړی

دوشنبه ۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۸
د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم پتېلې، چې د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم تر سره کړي او د دغه مراسمو د جوړېدو لپاره یې یو کمېسیون هم ټاکلی دی.
ډاکترعبدالله هم لوړه کوي، د لوړې مراسمو ته یې د چمتوالي حکم ورکړی
د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم پتېلې، چې د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم تر سره کړي او د دغه مراسمو د جوړېدو لپاره یې یو کمېسیون هم ټاکلی دی.

د اجرائیه ریاست ویاند مرستیال امید میثم نن دوشنبې د کب ۵ مه جمهور خبري آژانس سره خبرو کې تایید کړه، چې عبدالله د لوړې مراسمو د تر سره کېدو لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو حکم ورکړی دی.

هغه و ویل«څنګه چې د والیانو د ګمارنې کار دوام لري، طبعآ د ټول شموله ولسمشر د لوړې مراسم تر سره کول هم یو له اړتیاو ده.»

نوموړي زیاته کړه، چې ډېر ژر به د لوړې مراسمو د تر سره کېدو ځای او نېټه د افغانستان له خلکو سره شریک کړای شي.

په ورته وخت کې د ثبات او همپاڼې ټیم ویاند فریدون خوځون هم پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د ټول شموله حکومت د ټاکل شوي ولسمشر ډاکتر عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو تر سره کېدو لپاره چمتوالی روان دی.

نوموړي هم ویلي، چې ډېر ژر به د لوړې مراسمو د تر سره کېدو نټه اعلان شي، خو د ځای په اړه چې چېرته به تر سره کېږي څه یې نه دي ویلي.

بل خوا ویل کېږي عبدالله د دغه چارو لپاره د ټاکل شوي کمېسیون مشر د ولسي جرګې پخوانی مرستیال همایون همایون ټاکلی دی.

عبدالله پر داسې مهال د لوړې مراسمو لپاره د چمتوالي خبر ورکوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اساسي قانون سره سم ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په اخیستو سره د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی او منتخب ولسمشر ټاکلی دی.

ارګ هم ویلي، چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم به د راتلونکې پنشنبې په ورځ وشي، چې د جوړېدو لپاره یې د ولسمشر غني په حکم یو کمېسیون هم جوړ شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي