روغتیا وزارت هرات کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه تایید کړه

5 حوت 1398 ساعت 11:35

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هرات ولایت کې د کرونا ویروس د مثبتې پېښې تایید وکړ او په دغه ولایت کې د بېړني حالت اعلان وکړ.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هرات ولایت کې د کرونا ویروس د مثبتې پېښې تایید وکړ او په دغه ولایت کې د بېړني حالت اعلان وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز نن دوشنبې د کب ۵ مه کابل کې د یوې ناستې پر مهال و ویل، چې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس درې شکمنې پېښې لیدل شوې وې، چې وروسته یې معاینات کابل ته راولېږل شول.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغه درې کسانو څخه په یوه کې د کرونا ناورغي تثبیت شوې خو دوه تنه نور یې روغ دي.

هغه تایید کړه، چې دغه ناورغي د یاد کس په واسطه د ایران له قم ښار څخه افغانستان ته رالېږدول شوې، خو په ناروغ کس اوس د روغتیا وزارت په قرطین کې دی او حالت یې ښه دی.

د عامې روغتیا وزیر د دغه ناروغۍ د نښو په اړه و ویل، چې د یادې ناروغۍ نښې ۸۰ نه ښکاري او پرې ککړ انسان پر ځان نه پوهېږي، چې دغه ناروغۍ نیولی دی.

نوموړي دا ناروغي دومره خطرناکه ونه بلل او ویې ویل، چې تر دې انفلوزا او ځینې نوروې ناروغۍ چې له همدې خاندان څخه دي، وژونکي او خطرناکې دي، خو په وینا یې دوی ځکه تدابیر شدید نیولي، چې افغانستان یوه فقر ځپلې ټولنه ده.

د هغه په وینا د دغه ناروغۍ د وژنې سلنه ۲ یا درې ۳ او هغه هم په هغه کسانو چې د زاړه وي او یا یې هم د جود مقاومت کم وي.

د عامې روغتیا وزیر وایي، د امنیت شورا په سلا مشوره یې د دغه ناروغۍ د مخنیوي لپاره جدي تصامیم نیولي او په ټولو ولایتونو او پولو کې یې د سکرنینګ روغتیايي واحدونه جوړ کړي دي.

ښاغلي فیروز و ویل، د جدي تدابیرو په ترڅ کې یې یو پرېکړه دا هم ده، چې په هرات کې یې اضطراري حالت اعلان کړی او هېوادونو ته یې ویلي، چې نه دغه ولایت ته سفر وکړي او نه هم له دغه ولایت څخه نور ولایتونو ته څوک سفر وکړي.

دغه راز نوموړي د یادې ناروغۍ د مخینوي لپاره پر ټولو هېوادونو غږ وکړ، چې لږ تر لږه د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ ځله لاسونه پر صابون پرېمنځي او دغه راز یو بل ته له لاس ورکولو ډډه وکړي.

د عامې روغتیا وزیر په ټینګار سره هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې دغه ناروغي د کنټرول وړ ده، خو په وینا یې احتیاط ښه دی او خلک باید په دې برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزیر و ویل، دا چې یاده ناروغي د ایران له قم ښار څخه افغانستان ته انتقال شوې، نو ځکه له ایران سره د تګ راتګ په موخه پولې هم تړلې دي.

نوموړي و ویل، نن هم د افغانستان یوه الوتکه چې له دوبی څخه رارسېدلې پنځه تنه هغه افغانان هم په کې و، چې د ایران له قم ښار څخه راغلي وو.

د هغه په وینا د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې، چې په دغه کسانو کې د کرونا ویروس هېڅ ډول نښې نه لیدل کېږي قرنطین کړي دي.

د عامې روغتیا وزیر یو ځل بیا د خپلو خبرو په پای کې پر هېوادوالو غږ وکړ او غوښتنه یې ترې وکړه، چې د دغه ناروغۍ د مخینوي په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 


د مطلب کود: 125309

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125309/

جمهور
  https://www.jomhornews.com