جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي په له ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله سره جلا جلا لیدنې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سیاف او ښاغلي کرزي له ولسمشر غني سره د افغانستان د روان وضعیت او سولې پروسې په اړه خبرې اترې کړې دي.
د ولسمشر غني او دغه مشرانو د لیدنو په چې په ګلخانې ماڼۍ کې تر سره شوې ده، په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
بل خوا اجرائیه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ښاغلي سیاف او ښاغلي کرزي نن دوشنبې د کب ۵ مه د ثبات او همپالنې ټیم له مشر عبدالله سره کتلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه لیدنه کې، چې په سپېدار ماڼۍ کې تر سره شوې دواړو لورو د ټاکنو د پایلو او له دغه بحران څخه د وتلو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
که څه هم اجرائیه ریاست وايي، له ښاغلي سیاف او ښاغلي کرزي سره یې د ټاکنو د پایلو او له روان بحران څخه د روانو په اړه خبرې کړې، خو ارګ دغه څه ته اشاره نه ده، کړې ویلي، یې دي د ښاغلي غني او دغه مشرانو خبرې د افغانستان پر روان روضعیت او سولې پروسې ورټولې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل