افغانستان کې د ناټو ملکي استازی:

د هغه اقداماتو ملاتړ نه کو، چې پایله یې تاوتریخوالی وي

5 حوت 1398 ساعت 14:40

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي یو ځل بیا د ډاکتر عبدالله عبدالله خوا خپل سرو کړونو ته په اشارې ویلي، ناټو د هغه اقداماتو ملاتړ او پلوي نه کوي، چې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کېدو لامل کېږي.


په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي یو ځل بیا د ډاکتر عبدالله عبدالله خوا خپل سرو کړونو ته په اشارې ویلي، ناټو د هغه اقداماتو ملاتړ او پلوي نه کوي، چې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کېدو لامل کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي نن پنشنبې د کب ۵ مه په یوه لنډ ټوېټ کې ویلي، اوس په افغانستان کې د ټولو سیاسیونو تر منځ آرامۍ او جوړجاړي ته اړتیا ده.

نوموړي ټینګار کړي، چې په اوس وخت کې د سولې پروسه او ملي یووالی باید د دغه سیاسیون په لومړیتوب کې ځای ولري.

هغه ویلي«ناټو له هېڅ ډول هغه اقداماتو چې تاوتریخوالی زېږوي ملاتړ نه کوي.»

د ناټو ملکي استازی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته چې ولسمشر غني یې ګټونکی او د کمېسیون له خوا د بریالي نوماند په توګه د ولسمشرۍ باور نامه ورکړه، خو عبدالله وايي، ټاکنې ده ګټلې او ټول شموله حکومت به جوړ کړي.

عبدالله تر دغه اعلان وروسته له تېرو څو ورځو راهیسې په ځينو ولایتونو کې د والیانو په ګمارولو لاس پورې کړی او دغه راز یې پتېلې ده، چې د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم هم تر سره کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125319

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125319/

جمهور
  https://www.jomhornews.com