امریکا هڅه کوي د افغان ولسمشرۍ د لوړې مراسم وځنډېږي

6 حوت 1398 ساعت 8:17

رویټر خبري آژانس د دوه امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې امریکا هڅه کوي، د افغانستان د ولسمشرۍ د لوړۍ مراسم وځنډول شي.


رویټر خبري آژانس د دوه امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې امریکا هڅه کوي، د افغانستان د ولسمشرۍ د لوړۍ مراسم وځنډول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه دوه امریکايي چارواکو چې نومونه یې نه دي اخستل شوي ویلي امریکا وېره لري، چې د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ ټاکنیز کشمکشونه به د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړي.

دغه چارواکو ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له تېرې یوې اوونۍ راهیسې هڅه کوي چې ولسمشر غني او عبدالله د لوړې مراسمو له ټاکنې نېټې منصرف کړي.

په ورته وخت کې یوه افغان چارواکي هم ویلي، چې د دولت جوړونکي او ثبات او همپالڼې ټیمونو تر منځ ټاکنیزو جنجالونو طالبان هم تر سیوري لاندې راوستی دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني چې په دوهم ځل ټاکنو کې هم بریالی او د کمېسیون له خوا د اساسي قانون سره سم د منتخب ولسمشر باور پاڼه ورکړل شوې، د راتلونکې پنشنبې په ورځ د لوړې مراسم تر سره کړي.

د ښاغلي غني او مرستیالانو د لوړې د مراسم تر سره کېدو لپاره یو کمېسیون هم جوړ شوی، چې دا مهال خپلې چارې تر سره کوي او د لوړې مراسمو ته چمتوالی نیسي.

خو بل خوا د ثبات او همپالنې ټیم هم پتیلې، چې ډېر ژر به د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم هم تر سره کړي، ځکه د دوی په وینا په ټاکنو کې عبدالله بریالی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125330

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125330/

جمهور
  https://www.jomhornews.com