ازبکستان له ایران او تاجکستان له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې

6 حوت 1398 ساعت 10:00

افغانستان کې د کرونا یروس د مثبتې پېښې تر تایید وروسته ازبکستان په موقت ډول له افغانستان او تاجکستان له ایران سره خپلې پولې تړلې دي.


افغانستان کې د کرونا یروس د مثبتې پېښې تر تایید وروسته ازبکستان په موقت ډول له افغانستان او تاجکستان له ایران سره خپلې پولې تړلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ازبکستان چارواکو ویلي، دوی د کرونا ویروس د پراختیا له وېرې په دغه اقدام لاس پورې کړی دی.

د ازبکستان رسنۍ وايي، دغه هېواد هر اړخیز تدابیر نیولي چې وکړی شي خپل هېواد ته د کرونا ویروس د پراختیا او ورتګ مخه ونیسي.

سرچینه وایي له همدې امله د څو هېوادونو سره تګ راتګ په موقت ډول ځنډول شوی دی نو له افغانستان سره هم پوله په موقته توګه تړل شوې ده.

له افغانستان او ځينې نورو هېوادونو وروسته تاجکستان هم له ایران سره پر هوايي پروازونو بندیز لګولی دی.

تاجکستان دغه پرېکړه داسې مهال کوي چې له چین وروسته په ایران کې ترټولو ډېر خلک د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125335

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125335/

جمهور
  https://www.jomhornews.com