۰
د ملي محاذ ګوند مشر:

غني او عبدالله دې د لوړې مراسم وځنډوي، د سولې فرصت باید له لاسه ورنه کړو

سی شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
د ملي محاذ ګوند مشر پیر سیدحامد ګیلاني وایي، د هېواد روان سیاسي وضعیت خلکو ته د تحمل وړ نه دی، نو ځکه له مشرانو غواړي، چې له زغم کار واخلي، او د بحران د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.
غني او عبدالله دې د لوړې مراسم وځنډوي، د سولې فرصت باید له لاسه ورنه کړو
د ملي محاذ ګوند مشر پیر سیدحامد ګیلاني وایي، د هېواد روان سیاسي وضعیت خلکو ته د تحمل وړ نه دی، نو ځکه له مشرانو غواړي، چې له زغم کار واخلي، او د بحران د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګیلاني چې نن سه شنبې د کب ۶ مه په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، چې ټاکنیز بحران او د ټاکنو پایلې د خلکو د اندېښې وړ ګرځېدلې او که ستونزو ته حل لار ونه موندل شي، هېواد بحران خوا ته ځي.

د هغه په وینا دا چې له یوې خوا کمېسیون ګټونکی ولسمشر اعلان کړی او له بلې خوا موزاي حکومت ورسره اعلانېږي دا د هېواد او ملت په ګټه نه ده.

نوموړي و ویل له همدې امله له ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله څخه غواړي، چې له بېړې کار وانخلي د لوړې مراسم وځنډوي او سولې ته لومړیتوب ورکړي.

هغه خو لا دا هم و ویل، چې د ټاکنو پایلې دې د نړیوالو څارونکو د یوه پلاوي له خوا د سولې تر خبرو وروسته له سره وڅېړل شي او بیا دې تصمیم ونیسي.

ګیلاني وایي، دا چې په تېرو ۴۰ کلونو کې په لومړي ځل په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې د رادبره کېدو څرک لګېدلی نو ټول سیاسیون باید له دغه فرصت څخه ګټه واخلي او د سولې دا چانس له لاسه ورنه کړي.

دی وايي، د هېواد ټول مشران، سیاسیون او مخور باید سوله لومړیتوب وبولي، له شخصي ګټو تېر شي او د هېواد او خلکو ملي ګټې او ارزښتونه په پام کې ونیسي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سولې د رامنځ ته شوي فرصت لپاره اړینه ده، چې سیاسیون سره یو موټی او یوه ملي اجماع د تفاهم له لارې رامنځ ته کړي او هېواد له روان ناورین او نوي بحران څخه وژغوري.

هغه خبرداری ورکړ، که مشران او سیاسیون دا ځل د سولې په اړه سره یو موټی او ملي اجماع رامنځ ته نه کړي، نو هېواد به یو بل داسې بحران ته ولاړ شي، چې تېرو ۲۰ کلونو لاس ته راوڼې به یو ځل بیا پر سیند لاهو شي.

د ملي محاذ ګوند مشر دا هم زیاته کړه، چې دوی د ځینو نورو مشرانو سره یو ځای دې ته چمتو دي، چې د ټاکنو پر سر د رامنځ ته شوې لانجې د حل لپاره د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله تر منځ د خبرو منځګړیتوب وکړي.

دی وایي، د حکومت له مشرانو غواړي، چې تجدید نظر وکړي او تر څو چې د سولې د خبرو پایله معلومېږي د ملي یووالي حکومت ته د دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم هڅې پیل کړې، چې د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله دې ته وهڅوي، چې د لوړې مراسم وځنډوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي