له ایران سره د افغانستان هوایي او ځمکنی تګ راتګ بېرته پيل شو

6 حوت 1398 ساعت 10:49

د ملي امنیت شورا له ایران سره د افغانستان هوايي او ځمکنۍ تګ راتګ د بېرته پیل خبر ورکړی دی.


د ملي امنیت شورا له ایران سره د افغانستان هوايي او ځمکنۍ تګ راتګ د بېرته پیل خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر دې وړاندې د کرونا ویروس د پراختیا له وېرې له ایران سره هر ډول ځمکنۍ او هوايي تګ راتګ په ټپه درېدلی و.

خو په وینا یې اوس امنیت شورا بېرته ددغه تګ راتګ د پیلېدو سپارښتنه کړې ده. امنیت شورا وایي چې مسافر له صحي پلټنو او معایناتو وروسته هېواد ته ننوتلی شي.

بلخوا د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره جوړ شوی کمیسیون وایي، چې له ایران سره په پوله او دغه راز په هوایي ډګر کې له ایران راتلونکي کسان معاینه کېږي او په هر اړخیزه توګه هڅه کوي چې د دغه ویروس د راتګ او پراختیا مخه ونیسي.

افغان حکومت داسې مهال دغه اقدام کړی دی چې تازه ګڼو هېوادونو له ایران سره خپلې پولې تړلې او د تګ راتګ یې ممنوع کړی دی.

په همدې ترڅ کې ازبکستان هم په موقت ډول له افغانستان سره خپلې پولې تړلې او ویلي یې دي، چې دا ګام یې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125340

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125340/

جمهور
  https://www.jomhornews.com