د افغانستان له لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې د لاسلیک مراسمو کې ځانګړې مېلمانه دي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې کابلوف او قریشي به ډېر ژر د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي او په دغه مراسمو کې به ګډون وکړي.
کابلوف پرون رسنیو ته ویلي، ژر به د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې د لاسلیک مراسمو کې د ګډون لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته سفر وکړي.
دی وايي، په قطر کې د روسیې سفیر محمد خولوف خبر ورکړی چې یواځې څو تخنیکي پوښتنې پاتې دي چې ژر به حل شي.
د هغه په وینا د روسیې لپاره د دوحې د کنفرانس دعوت نامه تیاره شوې چې ډیر ژر به یې ترلاسه کړي.
نوموړي ویلي«چمتو یم تر څو په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته ورشم.»
بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته هم په دې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، چې پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یې پخلی کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د قطر سفیر ورغلی او قریشي ته یې په دغه مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې، خو دا چې قریشي به ولاړ شي که نه په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي او وروسته له هغې بین الاافغاني خبرې هم پیل شي.
قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي دغو مراسمو کې به د شاوخوا ۲۶ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترڅنګ د ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس او نورو معتبرو نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل