عبدالله:

له خپلو رایو د دفاع ډاډ ورکوم خو سوله لومړیتوب دی

7 حوت 1398 ساعت 13:47

اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سولې او ټاکنیز بحران حل برخه کې د متحده ایالاتو او نورو نړیوالو شریکانو د همکارۍ مننه کړې ده.


اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سولې او ټاکنیز بحران حل برخه کې د متحده ایالاتو او نورو نړیوالو شریکانو د همکارۍ مننه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اجراییه ریاست نه نن چهارشنبې د کب ۷ مه په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، په وروستیو ورځو کې د تاوتریخوالي کمښت پروسې عملي جنبه خپله کړې ده او په راتلونکو څو ورځو کې به د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه چې د بین الافغاني خبرو او اوربند د زمینې برابرولو لپاره یو غوره ګام دی، لاسلیک شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دوی د سولې پروسې او ټاکنیز بحران د حل برخه کې د ملي شخصیتونو او نړیوالو شریکانو د همکارۍ قدرداني کوي.

خبرپاڼه وايي، اجراییه رییس د خپل ځان او خپلو همکارانو له لوري د سولې له پروسې، د قانون له پلیتابه، د ټاکنو له روڼتیا د ملاتړ او دغه راز د تقلب پر وړاندې د درېدو کلکه ژمنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125388

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125388/

جمهور
  https://www.jomhornews.com