جاپان د بامیانو د فرهنګي میراثونو د ساتې په خاطر ۳.۸ میلیون ډالر مرسته کړې

8 حوت 1398 ساعت 8:49

جاپان د یونسکو له لارې د افغانستان د بامیان ولایت د فرهنګي میراثونو د ساتنې او حفاظت لپاره د ۳.۸ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده.


جاپان د یونسکو له لارې د افغانستان د بامیان ولایت د فرهنګي میراثونو د ساتنې او حفاظت لپاره د ۳.۸ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه مرستې د کېدو تړون پرون چهارشنبې د کب ۷ مه کابل کې د جاپان د سفیر او افغان حکومت تر منځ لاسلیک شوې ده.

د دغه موافقت پاڼې پر اساس کابل کې د جاپان سفارت د یونسکو له لارې د بامیان ولایت د فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره ۳.۸ میلیون ډالر ورکوي.

کابل کې د جاپان سفیر وایي، دغه پیسې به په بامیانو ولایت کې پر هغه فرهنګي میراثونو چې د خطر سره مخ دي ولګول شي او دغه راز به یې ساتنه پرې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125411

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125411/

جمهور
  https://www.jomhornews.com