پاکستان کې هم کرونا ناورغي لګېدلې دوه مثبتې پېښې یې ثبت شوې دي

8 حوت 1398 ساعت 9:23

پاکستاني رسنیو په دغه هېواد کې هم د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی وايي، دغه پېښې په اسلام آباد او کراچۍ کې ثبت شوې دي.


پاکستاني رسنیو په دغه هېواد کې هم د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی وايي، دغه پېښې په اسلام آباد او کراچۍ کې ثبت شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له همدې امله د پاکستان حکومت لومړني تدابیر نیولي او د بلوچستان ایالت ښوونځي یې رخصت کړي دي.

له دې سره تر څنګ د پاکستا حکومت د کروناو د مخنیوي لپاره پر خپلو پولو هم تدابیر زیات کړي او په تفتان سیمه کې یې له ایران سره خپله پوله تړلې ده.

د روغتیا په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړي دستیار ډاکتر ظفر میرزا ویلي، په کراچۍ او آسلام آباد کې د کرونا دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

پاکستاني چارواکو زیاته کړې دغه دوه کسان چې په کرونا اخته شوي ایران ته سفر کړی و، چې له بېرته راګرځېدو سره یې دغه ویروس هم وروړی او دا مهال تر جدي څار لاندې دي.

د پاکستان حکومت ویلي، چې د دغه ناورغۍ د مخنیوي په خاطر به تر ۱۵ ورخو پورې بلوچستان کې ټول ښوونځي بند وي او څوک به نه ورځي.

کېدای شي، په سیند او پنجاب کې هم ښوونځي رخصت کړای شي.

د یادونې ده، چې کرونا لومړی د وچین په وهان کې ولګېده چې اوس یې د افغانستان، ایران او پاکستان په ګډون د نړۍ ۳۳ هېوادونو ته سرایت کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125414

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125414/

جمهور
  https://www.jomhornews.com