د سولې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وایي، له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره د افغان پلاوي د ټاکلو په اړه خبرې اترې روانې دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري نن پنشنبې د کب ۸ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو پلاوي شمېر به کم خو ګټور به وي.
د هغې په وینا د سولې لپاره پلاوی ټاکل شوی خو د لا پیاوړتیا او غښتلي کېدو په خاطر یې لا هم په اړه سلا مشورې دوام لري او خپله پلاوی هم د هغه موضوعاتو په اړه چې طالبانو سره د مېز پر سر مطرح کېدونکي دي کار کوي.
نوموړې و ویل، دا چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي، نو د مذاکره کوونکي پلاوی نوملړ به هم د افغانستان له خلکو سره شریک کړای شي.
مېرمن انوري وایي، تر اوسه د حکومت او طالبانو د خبرو د پیل نېټه نه ده کره شوې، خو د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه کې یو شرط د بین الاافغاني خبرو پیل هم دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې کب ۱۰ مه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه قطر کې لاسلیک شي.
طالب ویاند هم ویلي، په پلان کې کوم بدلون نه دی راغلی او د دغه تړون تر لاسلیک وروسته به د بین الاافغاني مذاکراتو د پیل او باور جوړونې لپاره حکومت د طالبانو پنځه زره او طالبان د حکومت زر بندیان خوشي کوي.
د هغه په وینا د بندیانو له خوشي کېدو وروسته به سمدستي بین الاافغاني خبرې پیلږي.
شاهین دا هم زیاته کړې، چې د تړون د لاسلیک مراسمو ته د ۲۷ هېوادونو استازي وربلل شوي، چې د طالبانو له لوري به یې ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړي، خو د امریکا له لوري تر اوسه معلومه نه ده، چې کوم چارواکی به یې لاسلیکوي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض