د افغان سولې د هوکړې درشل کې عمران خان قطر ته رسېدلی دی

8 حوت 1398 ساعت 11:02

په داسې حال کې، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو د هوکړې لاسلیک ته لا دوه ورځې پاتې دي، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان قطر ته رسېدلی دی.


په داسې حال کې، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو د هوکړې لاسلیک ته لا دوه ورځې پاتې دي، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان قطر ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان نن پنشنبې د کب ۸ مه د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شوی دی او دا قطر ته د خان دوهم رسمی سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، اسلام آباد ته د دوحې دوستانه اړیکې ارزښت لري او د عمران خان سفر هم د اړیکو د پراختیا په موخه دی.

دا دوحې ته د عمران خان دوهم رسمی سفر دی، خو دا ځل پر داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې کب ۱۰ مه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات تایید کړې وه، چې د دغه هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې دوی ته هم ګډون ورکړل شوی خو تر اوسه معلومه نه ده، چې عمران خان به په دغه مراسمو کې ګډون وکړي او که به یې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ورشي.

طالبانو ویلي د سولې هوکړه چمتو ده، په پلان کې تر اوسه کوم بدلون نه دی راغلی او د راتلونکې شنبې په ورځ به دا هوکړه په قطر کې لاسلیک شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ویلي، د تړون مراسمو ته د ۲۷ هېوادونو استازي وربلل شوي، چې د طالبانو له خوا به یې ملا عبدالغني برارد لاسلیک کړي، خو د امریکا له لوري تر اوسه معلومه نه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125424

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125424/

جمهور
  https://www.jomhornews.com