په داسې حال کې چې ټاکل شوې په راتلونکو دوه ورځو کې د امریکا او طالبانو تر منخ د سولې هوکړه لاسلیک شي، د امریکا د پوځ مشر ډاډ ورکړی، چې د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته یې پام دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د سوله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي دغه څرګندونې پرون د امریکا د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې کړې دي.
نوموړي ویلي دی په دې پوه دی، چې طالبان څومره وړتیا لري خو بیا هم ورسره د سولې د یوه تړون د لاسلیک کېدو ملاتړ کوي.
دی وایي، د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته یې پام دی او هېڅکله به د دې ملاتړ ونه کړي، چې ورسره استخباراتي معلومات شریک کړي.
مارک میلي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې کب ۱۰ مه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ درې ورځې وړاندې هند ته د سفر پر مهال ویلي، چې که طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته همداسې دوام ورکړي نو دی به ورسره د سولې هوکړه لاسلیک کړي او خپل نوم به هم په کې ولیکي.
خو په ورته وخت کې یې دا هم ویلي، چې د امریکا قوي استخبارات به په افغانستان کې وي، او که طالبانو له سولې او ګړو ژمنو سرغواړی وکړ، سخت بریدونه به پرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل