د ولسمشر غنی او عبدالله د ټیمونو تر منځ مذاکرات پیل شي

8 حوت 1398 ساعت 12:47

د ثبات او همپالنې ټیم لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند ادعا کړې، چې د ټاکنو پر سر د رولاړو شویو ستونزو د حل په موخه د دوی او ولسمشر غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیم تر منځ خبرې پیل شوې دي.


د ثبات او همپالنې ټیم لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند ادعا کړې، چې د ټاکنو پر سر د رولاړو شویو ستونزو د حل په موخه د دوی او ولسمشر غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیم تر منځ خبرې پیل شوې دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې فرهمند په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دا مذاکرات د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب پیل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې« د لوړې د مراسمو ځنډول او د والیانو د ګومارلو لړۍ ودرول ومنل شو. سوله د ثبات او همپالنې د انتخاباتي برنامې یو لومړیتوب دی، خو د ملت د پاکو رایو څخه د دفاع لپاره د کرښې تر پایه ولاړ او ژمن یو.»

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې پر څه یې له دولت جوړونکي ټیم سره خبرې پیل کړې دي، خو پرون عبدالله هم ویلي و، چې د سولې خبرې ورته لومړیتوب لري.

عبدالله پر خپله فسبوک پانه لیکلي وو، په وروستیو ورځو کې د تاوتریخوالي کمښت پروسې عملي جنبه خپله کړې ده او په راتلونکو څو ورځو کې به د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه چې د بین الافغاني خبرو او اوربند د زمینې برابرولو لپاره یو غوره ګام دی، لاسلیک شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دوی د سولې پروسې او ټاکنیز بحران د حل برخه کې د ملي شخصیتونو او نړیوالو شریکانو د همکارۍ قدرداني کوي.

خبرپاڼه وايي، اجراییه رییس د خپل ځان او خپلو همکارانو له لوري د سولې له پروسې، د قانون له پلیتابه، د ټاکنو له روڼتیا د ملاتړ او دغه راز د تقلب پر وړاندې د درېدو کلکه ژمنه کوي.

خو تر هغې وړاندې خلیلزاد په یوه ټوېټ کې لیکلي و، د ټاکنو پروسه پای ته رسېدلې، ولسمشر غني بریالی شوی او راتلونکی حکومت به ټول شموله وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125429

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125429/

جمهور
  https://www.jomhornews.com