ناټو او امریکا د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپروي

10 حوت 1398 ساعت 9:08

ټاکل وشې نن د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر کابل ته راشي او د افغانستان په اړه خپله ګډه اعلامیه خپره کړي.


ټاکل وشې نن د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر کابل ته راشي او د افغانستان په اړه خپله ګډه اعلامیه خپره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی سټولټنبرګ او ایسپر به نن شنبې د کب ۱۰ مه کابل ته پر داسې مهال راشي، چې هلته قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک کېدونکې ده.

کابل ته د ناټو او امریکا د دغه دوه چارواکو په رارسېدو سره به دواړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري او په ګډه به د افغانستان په اړه یوه اعلامیه خپره کړي.

ارګ وايي، د دغه ګډې اعلامیې د لاسلیک او خپرولو مراسم به نن له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شي.

سرچینه وایي، د دغې ګډې اعلامیې هدف دا دی څو نړیواله ټولنه وښیي چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

که څه هم ارګ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ولسمشر غنی له والیانو سره خبرو کې ویلي، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې او امریکا تړونونه پر ځای دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125454

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125454/

جمهور
  https://www.jomhornews.com