۰
ټرمپ:

که طالبانو پر خپلو ژمنو ودرېږي افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره پیاوړی ګام پورته کوو

شنبی ۱۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې هوکړې د تړون په درشل کې ویلي، که طالبان پر خپلو کړو ژمنو ټینګ پاتې شي، نو امریکا به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې یو پیاوړی ګام پورته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي، په هغه صورت کې امریکا چمتو ته ده، چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه راوباسي او په وینا یې دا به په نوي افغانستان کې د تل پاتې سولې راوستو لپاره یو مهم ګام ورکړي.

هغه په خپلو خبر کې زیاته کړې«موږ له القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډلو پاک افغانستان غواړ، بالاخره دا به د افغانستان خلکو پورې تړاو ولري چې خپل راتلونکی جوړ کړي.»

هغه په افغانستان کې د خپلو سرتیرو له قربانیو مننه کړې او د افغانستان پر خلکو یې غږ کړی دی چې د سولې له برابر شوي فرصت څخه د خپل هېواد د نوي راتلونکې جوړولو لپاره ګټه پورته کړي.

ټرمپ د سولې روانو خبرو ته خوشبیني ښودلې وایي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته یې دنده سپارې، چې دوحې ته ورشي او د سولې د هوکړې شاهد وي.

هغه په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي، چې دفاع وزیر مارک ایسپر ته یې هم امر کړی دی چې په کابل کې له افغان حکومت سره ګډه اعلامیه خپره کړي.

ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې نن شنبې د کب ۱۰ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د دغه مراسمو لپاره پوره چمتوالی نیول شوی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ګډون د ۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ۳۰ هېوادونو استازي هم ورغلي دي.

که د امریکا او طالبانو تر منځ دغه تړون لاسلیک شي، نو په لسو ورځو کې د ننه به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ هم مخامخ خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي