برېتانیا:

بین الافغاني خبرې افغانستان ته دایمي سوله راوستلی شي

10 حوت 1398 ساعت 12:14

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ګرت بېلي افغانستان ته یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې دایمي سوله او ثبات راتلی شي.


د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ګرت بېلي افغانستان ته یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې دایمي سوله او ثبات راتلی شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بېلي په دوحه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي نن د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیکېږي.

نوموړي ویلي، دا یو مهم پرمختګ دی خو دایمي ثبات او سوله د بین الافغاني خبرو پر مټ راتللی شي.

د هغه په وینا د دې هوکړې تر لاسلیک وروسته به ډېر ژر د طالبانو او افغان لوري ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

هغه له افغان حکومت او افغانانو د برېتانیا د ملاتړ د دوام ډاډ څرګندی کړی وايي، هڅه کوي، چې د سولې په برخه کې پوره همکاري ډېره کړي.

د یادونې ده، چې نن به د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 125466

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125466/

جمهور
  https://www.jomhornews.com