اسدالله خالد:

که طالبانو ژمنې ماتې کړي، له امریکا سره د سولې تړون به یې دوام ونه کړي

10 حوت 1398 ساعت 14:28

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، که طالب له امریکا سره د سولې په تړون کې له کړو ژمنو سرغړونه وکړي او ماتې یې کړي، نو دغه تړون به دوام ونه کړي.


د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، که طالب له امریکا سره د سولې په تړون کې له کړو ژمنو سرغړونه وکړي او ماتې یې کړي، نو دغه تړون به دوام ونه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد نن شنبې د کب ۱۰ مه کابل کې د افغان حکومت، ناټو او امریکا د ګډې اعلامیې په درشل کې له خبریالانو سره خبرو کې و ویل، چې د سولې کېدونکې هوکړه د طالبانو په ژمنو پورې اړه لري.

نوموړي هیله وښوده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې لاسلیک کېدل به د دایمي اوربند او بین الاافغاني خبرو ته لار هوار کړي.

ښاغلي خالد و ویل، چې د تاوتریخوالي کمولو لړۍ به هم وغځېږي، ځکه په وینا یې دا د امریکا او طالبانو تر منځ په کېدونکې هوکړه کې ذکر شوې ده.

نوموړي په ټینګار سره تمه وښوده، چې د تاوتریخوالي کموالی به په اوربند او بین الاافغاني خبرو واوړي، خو ویې ویل که طالبان خپلې ژمنې عملي نه کړي، نو د امریکا سره د سولې تړون به یې دوام ونه کړي.

خالد زیاته کړه، چې د تاوتریخوالي کمولو غځول خبره د افغان حکومت، ناټو او امریکا په ګډه اعلامیه کې هم شته او ټینګار پرې شوی دی.

هغه د ګډې اعلامیې په اړه معلومات ورکړل ویې ویل، چې په دغه اعلامیه کې به ناټو او امریکا له افغان ځواکونو د ملاتړ او د هغوی سره د همکارۍ او مرستو ژمنې یو ځل بیا تازه کړي.

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې په څو ساعتونو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي.

ویل کېږي د هوکړې د لاسلیک ځای ته لوړ پوړي امریکایي چارواکي او طالب استازي رسېدلي، چې د امریکا له لوري به هوکړه خلیلزاد او د طالبانو له لوري عبدالغني برادر لاسلیک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125476

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125476/

جمهور
  https://www.jomhornews.com