۰

محب: د سولې هوکړې له جزیات خبرو یې، له ځینو سره یې موافق نه یو

شنبی ۱۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۵
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وایي، افغان حکومت د امریکا او طالبانو تر منځ د کېدونکې هوکړې له ټولو جزیات خبر دي، خو په وینا یې له ځینو جزیاتو سره یې موافق نه دي.
محب: د سولې هوکړې له جزیات خبرو یې، له ځینو سره یې موافق نه یو
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وایي، افغان حکومت د امریکا او طالبانو تر منځ د کېدونکې هوکړې له ټولو جزیات خبر دي، خو په وینا یې له ځینو جزیاتو سره یې موافق نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب چې نن شنبې د کب ۱۰ مه کابل کې د افغان حکومت، ناټو او امریکا د ګډې اعلامیې تر خپرولو مخکې خبریالانو سره خبرې کولې و ویل، چې په دغه درې اړخیزه اعلامیه کې به هغه ژمنې بیا تازه شي، چې وړاندې د افغانستان، امریکا او ناټو تر منځ ستراتېژیکو تړونو کې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه اعلامیه کې به دا څرګنده شي، چې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته به د افغان حکومت او افغان ځواکونو سره د امریکا او ناټو همکارۍ او مرستې په کوم ډول تر سره کېږي.

هغه د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ ته په اشارې و ویل، چې په راتلونکې کې به د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس د تاوتریخوالي په کمولو کې تر دې نور هم کمی راشي او زیاتېږي به نه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار وکړ، چې دغه هوکړه په اصل کې د طالبانو او د هغو هېوادونو لپاره چې د ترهګرو ملاتړ کوي یو ډول ازموینه ده، چې دوی د افغانستان په برخه کې په خپلو کړو ژمنو عمل کوي که نه.

محب د دغه پوښتنې په ځواب کې، چې آیا افغان حکومت د امریکا او طالبانو د کېدونکې هوکړې له جزیاتو او منځپانګې خبر دی که نه و ویل، چې افغان حکومت په مکمل ډول ترې خبر دي، خو له ځینو جزیاتو سره یې د تخنیکي پلوه موافق نه دی.

هغه د دې په اړه چې هغه کوم مواد دي، چې دوی ورسره توافق نه لري و ویل«د مثال په ډول په یو ځای کې یې ویل شوي، چې د طالبانو اسلامي امارت، له دې سره امریکا هم موافقه نه ده او په قوس کې یې لیکلي، چې دوی امارت په رسمیت نه پېژني، نو افغان حکومت هم له داسې ورته ټکو سره موافق نه دی او دا باید د طالبانو تحریک ولیکل شي.»

نوموړي زیاته کړه، چې په همدې اړه به افغان حکومت، امریکا او ناټو په خپله ګډه اعلامیه کې دغه ټکي روښانه کړي.

ښاغلي محب قطر ته د تللي افغان پلاوی په اړه و ویل، چې دا له طالبانو سره د تماس پلاوی دي، چې کېدای شي د نورو موضوعاتو تر څنګ د زندانیانو پر تبادله هم ورسره خبرې وشي، ځکه دا د امریکا او طالبانو غوښتنه وه.

دا په داسې حال کې ده، چې تر لږ ځنډ وروسته به د افغان حکومت، امریکا او ناټو ګډه اعلامیه خپره شي او له بلې خوا به څو ساعته وروسته قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي