۰

ټرمپ: ډېر ژر به له طالب مشرانو سره وګورم

یکشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۱۰
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ډېر ژر به له طالب مشرانو سره ملاقت وکړي، خو دا یې ونه ویل، چې څه وخت او چېرته.
ټرمپ: ډېر ژر به له طالب مشرانو سره وګورم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ډېر ژر به له طالب مشرانو سره ملاقت وکړي، خو دا یې ونه ویل، چې څه وخت او چېرته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ چې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته خبرې کولې دغه هوکړه بریالي وبلله ویې ویل، چې طالبان او ټولې خواوې له جګړې ستړې شوې دي.

نوموړي ولسمشر محمد اشرف غني او افغان ولس ته هم د موافقې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې په دې اوږدې جګړې کې ډیر کسان ووژل شول.

ټرمپ د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د رایستلو په اړه زیاته کړه، چې په لومړي سره کې به د عسکرو شمیر شاوخوا اته زره شپږه سوه شي او د نورو په هکله به هم په نږدې راتلونکې کې پریکړه وشي.

هغه پخپلو خبرو کې هیله وښوده چې طالبان به په موافقې کې پخپلو ژمنو دریږي، او ویې ویل«هغوي به تروریستان او بد خلک وژني او دا جګړه به روانه ساتي.»

ښاغلي ټرمپ دا ونه ویل چې طالبان به تررویستانو په خلاف دا جګړه د افغانستان د حکومت سره په ګډه یا په خپلواکه توګه کوي خو طالبانو او داعش وسله والو د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې جګړې کړي او د یو بل وسله وال یې وژلي دي.

ټرمپ همدرانګه خبرداری ورکړ که کومه غلطي وشوه، امریکایي عسکر به بیرته افغانستان ته ستانه شي.

هغه و ویل« طالبان باید ثابته کړي چې مونږ وخت نه ضایع کوو خو که کومه غلطي وشوه مونږ بیرته ستنیږو او داسې چټک او قوت سره به ستانه شو چې تر اوسه یې چا مثال ندی لیدلی.»

د امریکا جمهور رئیس همدارنګه وویل چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو د ټول بهیر نه خبر و.

د یادونې ده، طالبانو او امریکا د شنبې (فبروري ۲۹) د قطر په پایتخت دوحې کې د سولې موافقه لاسلیک کړله.

د لاسلیک په غونډې کې د نورو هیوادونو د استازو تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ګډون کړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي