۰
د امریکا دفاع وزیر:

که طالبان سرغړونه وکړي، سمد له واره به تړون لغوه کړو

یکشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۵
د امریکا دفاع وزیرمارک اسپر خبرداری ورکړي، که طالبان افغانستان کې د سولې راوستو له تړون له شرایطو سرغړونه وګړي، امریکا به سم له واره تړون لغوه کړي.
که طالبان سرغړونه وکړي، سمد له واره به تړون لغوه کړو
د امریکا دفاع وزیرمارک اسپر خبرداری ورکړي، که طالبان افغانستان کې د سولې راوستو له تړون له شرایطو سرغړونه وګړي، امریکا به سم له واره تړون لغوه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسپر چې پرون شنبې د کب ۱۰ مه کابل کې د ولسمشرمحمد اشرف غني او ناټو د عمومي مشر سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې و ویل، چې له طالبانو سره د سولې تړون په شرایطو ولاړ دی او هغه شرایط باید یو په بل پسې عملي شي.

نوموړي له طالبانو سره دا تړون یو تاریخي تړون وباله خو خبرداری یې ورکړ، که طالبان په خپلو امنیتي ضمانتونو او له افغان حکومت سره د خبرو د پیلولو په اړه په خپلو ژمنو وفا ونکړي، امریکا به د تړون په لغوه کولو کې هېڅ زړه نازړه نشي.

مارک اسپرهیله وښوده چې له طالبانو سره د سولې هوکړه به په افغانستان کې دایمی سولې ته لار پرانیزي او دا هېواد امریکا او نورې نړۍ ته به ګواښ پېښ نه کړي.

د امریکا د دفاع وزیر یو ځل بیا ټېنګار وکړ چې له افغانستان څخه به یې د ځواکونو وتل د سولې د شرطونو په تطبیق پورې تړلی وي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه پرون ماښام د قطر پلازمېنه کې، د خلیلزاد او ملا عبدالغني برارد تر منخ لاسلیک شوه.

د دغه تړون پر اساس به بهرني ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وځي، افغان حکومت او طالبان به یو د بل ۶ زره جنګیالي خوشي کوي او دغه راز به په لسو ورځو کې بین الاافغاني خبرې پیلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي