۰
خلیلزاد:

نړیوال دې افغانستان یوازې نه پرېږدي، افغانان دې هم له تېر درس واخلي

یکشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۱
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته ویلي، نړیوال دې افغانستان یوازې نه پرېږدي، افغانان دې هم له تېر درس واخلي.
نړیوال دې افغانستان یوازې نه پرېږدي، افغانان دې هم له تېر درس واخلي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته ویلي، نړیوال دې افغانستان یوازې نه پرېږدي، افغانان دې هم له تېر درس واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زیاته کړې دوی بریالي شول، چې تر اوږدو مذاکراتو وروسته له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسېږي.

خو په وینا یې اوس د دې وخت دي، چې افغانان باید له تېر تاریخ نه درس واخلي، تېر تاریخ تکرار نه کړي او د يوه پیاوړي افغانستان لپاره سره یو موټی او متحد شي.

خلیلزاد همدا راز پر نړیوالو هم غږ کړی چې افغانستان یوازې پرې نه ږدي.

نوموړي ویلي، نړیوالو ته یو ځل ثابته شوې چې د افغانستان یوازې پرېښودل نړۍ ته څومره ګواښونه جوړولی شي، نو نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې ددغه هېواد ملاتړ او پرمختګ ته جدي پاملرنه وکړي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه پرون شنبې د کب ۱۰ مه قطر کې لاسلیک شوه، چې د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې، هند، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له خوا یې هرکلی وشو.

د دغه تړون پر بنسټ په ۱۴ میاشتو کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، افغان حکومت او طالبان به یو د بل ۶ زره جنګیالي خوشي کوي او په لسو ورځو کې به بین الاافغاني خبرې پیلېږي.

د دغه تړون سره سم د طالبانو مشر ملا هبته الله اخندزاده په یوه اعلامیه کې عمومي عفوه اعلان کړې او ویلي یې دي، هغه هغه څوک چې تر اوسه د اسلامي امارت په مخالفت کې ولاړ و، د دوی له خوا ورته عفوه ده، او په راتلونکې کې، د اخوت وروولی او ښه ژوند هیله لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي