ولسمشر غني:

د زندانیانو خلاصون د امریکا صلاحیت نه دی، دا به په بین الاافغاني خبرو کې مطرح کېږي

11 حوت 1398 ساعت 10:15

افغان ولسمشر د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشي کېدو په اړه وایي، د زندانیانو د خلاصون موضوع د افغان حکومت صلاحیت دی نه د امریکا.


افغان ولسمشر د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشي کېدو په اړه وایي، د زندانیانو د خلاصون موضوع د افغان حکومت صلاحیت دی نه د امریکا.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني چې نن یکشنبې د کب ۱۱ مه کابل کې د خبریالانو پوښتنې ته ځوابونه ویل، ټینګار وکړ، چې د زندانیانو د خلاصون موضوع به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په مخامخ مذاکراتو کې مطرح کېږي او خبرې به پرې کېږي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو د قطر دفتر یو تن غړي عباس ستانکزي په یوه مرکه کې ویلي، چې دوی له امریکا سره توافق ته رسېدلي، چې په لسو ورځو کې به پنځه زره طالب زندانیان خوشي کېږي.

خو ولسمشر غني د زندانیانو د خلاصون په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې په تکرار سره و ویل، چې د زندانیانو د خلاصون موضوع د امریکا صلاحیت نه دی، بلکې دا صلاحیت د افغان حکومت دی او دا به د حکومت او طالبانو په مخامخ خبرو کې مطرح کېږي.

ښاغلي غني وویل«موږ دغه موضوع د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نورو امریکايي چارواکو ته په وضاحت سره کړې، چې د زندانیانو موضوع افغان حکومت پورې اړه لري، دا د امریکا صلاحیت نه دی، موږ له امریکا سره د پنځه زره طالب زندانیانو په خوشي کولو کې هېڅ ډول موافقه نه لرو  او نه هم د سولې په مذاکراتو کې د پیش شرط په توګه د منلو دی، تقضا یې شوې او د حسن نیت موضوع په کې مطرح ده، خو دا د افغانستان د خلکو په ارادې پورې اړه لري او باید وپوهېږي، چې څوک خوشي کېږي او هغه څوک چې خوشي کېږي ایا بېرته یې په مقابل کې نه درېږي؟»

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بحث لوی دی او د زندانیانو د خوشي کېدو موضوع به په مذاکراتو کې مطرح وي.

د هغه په وینا د افغان حکومت د تماس پلاوی تللی، چې اجنډا وټاکي خبرې هم وکړي او د طالبانو هغه هم واوري او وروسته دا موضوع په بین الاافغاني خبرو کې مطرح شي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني دا هم و ویل، چې په لسو ورځو کې د پنځو زرو زندانیانو خوشي کولو له تخنیکي پلوه هم ستونزمن کار دی او دا کافي وخت او هر اړخیزه ارزونې ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125504

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125504/

جمهور
  https://www.jomhornews.com