۰

ولسمشر: اورکم موده به وغځول شي، تر څو اوربند ته ورسېږو

یکشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
ولسشمر غني ولس ته ډاډ ورکړ، چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو یا اور کم موده به نور هم وغځول شي، تر چې بشپړ او تل پاتې اوربند ته ورسېږو.
ولسمشر: اورکم موده به وغځول شي، تر څو اوربند ته ورسېږو
ولسشمر غني ولس ته ډاډ ورکړ، چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو یا اور کم موده به نور هم وغځول شي، تر چې بشپړ او تل پاتې اوربند ته ورسېږو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن یکشنبې د کب ۱۱ مه کابل کې د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ورکولو ټینګار وکړ، چې د تاوتریخوالي کمولو لړۍ به وغځول شي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکات مېلر طالبانو ته ښکاره او په واضح ډول ویلي، چې د اورکم لړۍ د سولې د هوکړې یو جز دی او که له دې عدول یا سرغړونه وکړي، امریکا یې هم اتومات  ماتوي.

ولسشمر و ویل، چې د تاوتریخوالي کمولو موده به د افغان حکومت او طالبانو د خبرو تر پیل پورې وغځول شي، تر څو عمومي او بشپړ اوربند ته لار هواره شي.

هغه دې ته په اشارې چې جګړه او د سولې خبرې د افغانستان د خلکو لپاره خورا سختې دي، زیاته کړه، چې د بین لافغاني مذاکراتو بریالیتوب په دواړو لورو پورې اړه لري.

د ولسشمر په وینا افغان دولت چمتو دی، چې په ټول احترام سره له دغه مذاکراتو سره چلند وکړي او تمه لري، چې مقابل لوری هم احترامانه چلند وشي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې همدا اوس د اجنډا د ټاکلو لپاره د افغان دولت د تماس پلاوی قطر کې دی تر څو له طالبانو سره خبرې وکړي او وروسته له هغې بین الاافغاني خبرې ښايي پیل شي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا او طالبانو د سولې تړون تر لاسلیک وروسته د طالبانو مشر ملا هبته الله هم په یوه اعلامیه کې عمومي عفوه اعلان کړې او ویلي یې دي، هر هغه څوک چې د اسلامي امارت په مخالفت کې ولاړ و، دوی ورته بښه کړې او وروسته له دې ورته د اسلامي اخوت، ورورولی او ښه ژوند غوښتونکي دي.

هغه پر خپلو جنګیالیو غږ کړي، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل سره سم دې د سرتاسري سولې لپاره له هر ډول بدې پېښې ډډه وکړي او د خلکو خدمت ته د چمتو شي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه پرون شنبې د کب ۱۰ مه قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د ۳۰ هېوادونو د استازو په حضور کې لاسلیک شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي