پاکستان د سپین بولدک – چمن لار تړي

11 حوت 1398 ساعت 13:26

پاکستان د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د سپین بولدک – چمن تر منځ لار د تګ راتګ پر مخ تړي.


پاکستان د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د سپین بولدک – چمن تر منځ لار د تګ راتګ پر مخ تړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بلوچستان ایالتي حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لار به سر له سبا دوشنبې کب ۱۲ مې د تګ راتګ په موخه وتړل شي.

په دغه اعلامیه کې  ویل شوي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د پراختیا ګنګوسې خپرې شوې دي نو له همدې امله یې دغه لار د یوې اونۍ لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

سرچینه کاږي چې د لارې د خلاصېدو او یا بلې پرېکړې په اړه به وروسته معلومات ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125516

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125516/

جمهور
  https://www.jomhornews.com