د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره کابل ته راغلې او له خپل افغان سیال سره یې پر یو لړ موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، د بهرنیو چارو سرپرست هارون چخانسوري له مېرمن ریتو لیستاري پریانساري مارسودي سره په لیدنه کې د سولې برخه کې د سیمه ییزې اجماع پر رامنځته کېدو او دغه راز پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو خبرې اترې کړې دي.
نوموړې پر داسې مهال افغانستان ته سفر او له افغان چارواکو سره پر سوله خبرې کوي، چې پرون په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.
جمهورخبري آژانس:کابل