۰

نانسي پلوسي: امریکا د افغانانو او افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکوي

دوشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۲
د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک هرکلی کړی دی وايي، امریکا د افغانانو او افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.
نانسي پلوسي: امریکا د افغانانو او افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکوي
د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک هرکلی کړی دی وايي، امریکا د افغانانو او افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن پلوسي په یوه اعلامیه کې ویلي، د سولې دغه هوکړه باید په افغانستان کې د دایمي ثبات، امنیت، پرمختګ او پیاوړتیا سبب شي.

د امریکا د کانګرس مشره پلوسي وایي، امریکا او ټول کانګریس د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکوي.

دغه راز نوموړې ټینګار کړی چې ښځې باید د راتلونکو مذاکراتو برخه وي او دوی ته اجازه ورکړل شي چې خپلې خبرې وکړي.

د هغې په وینا د امریکايي ځواکونو ستنېدل هم غوره اقدام یاد کړی دی او په خبره یې اوس د دې وخت دی چې امریکايي ځواکونه له یوې اوږدې جګړې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د تېرې شنبې کب ۱۰ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د ۳۰ هېوادونو د استازو په حضور کې لاسلیک شو.

د دغه تړون پر اساس به بهرني ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وځي، د شپږ زره زندانیانو تر خوشي کولو وروسته به ۱۰ ورځو کې بین الاافغاني خبرې پیلېږي او بیا به اوربند کېږي.

په مقابل کې به یې طالبان تاوتریخوالی کموي، بین الاافغاني خبرو ته به غاړه اېږدي، د القاعده او ترهګرو ډولو سره به اړیکې پرې کوي او دغه راز د افغانستان خاوره به د امریکا پر ضد نه کاروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي