۰
منظور پښتین:

د ولسمشر غني نه مننه، د امریکا او طالبانو د هوکړې هرکړی کوو

دوشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۹
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه مننه کړې، چې د ده د آزادۍ لپاره یې غږ پورته کړ.
د ولسمشر غني نه مننه، د امریکا او طالبانو د هوکړې هرکړی کوو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه مننه کړې، چې د ده د آزادۍ لپاره یې غږ پورته کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پښتین چې پرون یکشنبې د کب ۱۱ مه په چارسده کې یوې پراخې ولسي غونډې ته خبرې کولې و ویل، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، حامد کرزي او ټولو هغو مشرانو مننه چې زما د آزادۍ لپاره یې غږ پورته کړی دی.

پښتین د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لاسلیک شوې هوکړه د کرښې دواړو غاړو پښتنو لپاره ښه زېری وباله زیاته یې کړه، پي ټي ایم د سولې هرکلی کوي او افغان سوله د ټولو پښتنو په ګټه ده.

په ورته وخت کې پښتین پر پاکستان غږ وکړ، چې پښتنو ته دې خپل حقونه ورکړي.

پښتین زیاته کړې، په پنجاب کې خلکو ته حق ورکول کېږي خو د پښتنو خپل غرونه چې له زرو او وسایلو ډک دي پاکستان یې خپله برخه ګڼي.

د وايي، د پښتنو قاتلان ساتل کېږي او پوځ یې په اړه د سپیناوي خوله هم نلري ځکه چې په خبره یې دوی او ترهګر یو دي او د یوې تګلارې پیروي کوي.

منظور پښتین ټینګار وکړي، چې دوی به بلاخره خپل وطن جوړوي، پښتانه به په خپله خاوره ځانته ریاست جوړوي او هغه به ځانته حیثیت لري.

د یادونې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د مارچ میاشتې په ۲۹ په کوټه کې د یوې بلې جلسې اعلان هم کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي