د استقلال روغتون د ډاکتر اعتراض او پرې د خواله رسنیو د کارکوونکو نیوکې

12 حوت 1398 ساعت 10:52

د کابل د استقلال ملکي روغتون ډاکترانو د بایومتریک حاضرۍ له امله په کاري اعتصاب لاس پورې کړی دی.


د کابل د استقلال ملکي روغتون ډاکترانو د بایومتریک حاضرۍ له امله په کاري اعتصاب لاس پورې کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ډاکتران وایي، بایومېتریک حاضرۍ دوی ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي، نو ځکه یې په کاري اعتصاب لاس پورې کړي.
د ډاکترانو په وینا دوی پر خپل وخت دندې ته حاضر شوي خو په حاضرۍ کې غیر حاضر حساب شوي دي.

دغه ډاکتر وايي، دوی وايي تر هغه به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي، چې اړوندو مسوولینو یې غږ نه وي اورېدلی.

خو د ډاکترانو دغه اعتراض په ټولنیزو رسنیو د عامو خلکو غبرګون رابللی او په دې برخه کې ډاکتر پړه بولي، چې نه پر وخت دندې ته حاضرې او له وخته وړاندې له روغتون څخه وځي.

د مالي خان منګل په نوم یوه کس پر خپل فسبوک ډاکتران په دې برخه کې په خیانت تورن کړی وايي ډاکتران باید قانون وپېژني او غاړه ورته کېږي.

هغه لیکلي«بس دی همدومره خيانت ډاکتر صاحبانو، بس دي همدومره حرام، بس د خدای لپاره نور قانون وپېژنی، نور په دې غريب ملت رحم وکړی په خپل وخت دندې ته حاضر شی نور په رسمي وخت کې د دويمې ،درييمې دندې تېر شی.

دغه راز د عبدالله په نوم یو کس د خپل فسبوک پر وال لیکلي، چې د ملکي روغتونو اکثریت ډاکتر دوه درې ځای دندې لري او دغه راز خپلې شخصي کتنځي لري.

د ده په وینا ډېری ډکتران د سهار ۹ بجې دولتي دندې ته ځي او دولس بجې د ډوډۍ تر خوړولو وروسته له روغتون څخه وځي او بلې دندې ته روان وي.

ځینې  فسبوک کارکوونکي خو ان دا تور هم پورې کوي، چې ځینې ډاکتران په ملکي روغتونو کې ناروغانو ته ان دا توصیه کوي، چې له غرمې وروسته یې شخصي کتنځي ته ورشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125541

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125541/

جمهور
  https://www.jomhornews.com