طالبانو د سولې ولسي حرکت یو غړی له ځان سره بېولی

12 حوت 1398 ساعت 14:06

د سولې ولسي حرکت مسوولین وایي، طالبانو د دوی یو غړی نظر جان له ځان سره بېولی دی.


د سولې ولسي حرکت مسوولین وایي، طالبانو د دوی یو غړی نظر جان له ځان سره بېولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، طالبانو د دوی د حرکت غړي نظر جان د اروزګان ولایت له مرکز ترینکوټ څخه بېولی دی.

د هغه په وینا نظرجان او ملګري یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته ورغلي وو، هلته‌ یې د سولې اړوند هوکړې په اړه غونډه رابللې وه، په غونډه کې دوی د دې نېک اقدام ستاینه کوله.

د ښاغلي وطندوست اشاره د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې ته د رسېدو هوکړې ته ده چې د شنبې په ورځ قطر کې لاسلیک شوه.

طالبانو تر اوسه د سولې ولسي حرکت د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125562

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125562/

جمهور
  https://www.jomhornews.com