په خوست ولایت کې د فوټبال په میدان کې موټرسایکل بم چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۴ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون دوشنبې د کب ۱۲ مه مازیګر مهال د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د شمبوات کلي په زنه خېل سیمه کې شوې ده.
د خوست والي حلیم فدايي په خپل ټوېټر لیکلي، چې چاودنه د یوه موټرسایکل بم په واسطه د فوټبال د یوې لوبې پر مهال شوې ده.
نوموړی وايي، په دغه چاودنه کې درې ملکي وګړي، نجیب الله، سمیع الله او محمد رسول شهیدان شوي او ۸ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
خو د خوست د عامې روغتیا مشر حبیب شاه انصاري وايي، دوی ته ۱۱ تنه ټپیان وروړل شوي، چې عمرونه یې د ۱۵ او ۳۰ کلونو تر منځ دي.
د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا د اورکم اوونۍ د پای ته رسېدو وروسته لومړۍ خونړۍ پېښه ده، چې رامنځ ته کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل