۰
امریکا کې افغان سفیره:

افغانان تر هوکړې وروسته د راتلونکې په اړه اندېښنه لري

سی شنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۶
په واشنګټن کې افغان سفیره رویا رحماني وايي د سولې هوکړه د افغانانو له هرکلي سره مخ شوې ده خو د راتلونکې په اړه د افغانانو پر اندېښنو هم سترګې نه شي پټېدلی.
افغانان تر هوکړې وروسته د راتلونکې په اړه اندېښنه لري
په واشنګټن کې افغان سفیره رویا رحماني وايي د سولې هوکړه د افغانانو له هرکلي سره مخ شوې ده خو د راتلونکې په اړه د افغانانو پر اندېښنو هم سترګې نه شي پټېدلی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن رحماني  په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړې، امریکا او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې له افغانانو او افغان حکومت سره پر خپلو شته ژمنو عمل وکړي او رامنځ ته شوو اندېښنو ته ځواب و وايي.

رحماني ټینګار کوي چې افغان جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده خو اوس رامنځ ته شوي وضعیت د ډاډ پر ځای اندېښنې راولاړې کړې دي.

واشنګټن کې افغان سفیرې هیله څرګنده کړې چې د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې تر پخوا پياوړې شي او د سولې رامنځ ته شوې هوکړه جګړه په رښتینې توګه ختمه کړي.

مېرمن رحمانی دغه اندېښنې پر داسې مهال څرګندې کړې، چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړې تر لاسلیک دوه ورځې وروسته خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې د افغان ځواکونو پر ضد خپل بریدونه له سره پیل کړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې د امریکا سره د سولې شوې هوکړه کې پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو نه کولو موافقه شوې، نه پر افغان ځواکونو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي