۰

حنیف اتمر: طالبانو بیا د خپلو وروڼو پر وړاندې جهاد پیل کړ

سی شنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۸
د طالبانو له خوا خپلو جنګیالیو ته پر افغان ځواکونو د بیا بریدونو د پیل تر امر وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار اندېښنه ښودلې وايي، طالبانو بیا د خپلو ورڼو پر ضد جهاد پیل کړ.
حنیف اتمر: طالبانو بیا د خپلو وروڼو پر وړاندې جهاد پیل کړ
د طالبانو له خوا خپلو جنګیالیو ته پر افغان ځواکونو د بیا بریدونو د پیل تر امر وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار اندېښنه ښودلې وايي، طالبانو بیا د خپلو ورڼو پر ضد جهاد پیل کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر پر خپل ټوېټر لیکلي نن ورځ د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي له پیل سره سم د سولې تر ټولو سخت پړاو پیل شو.

هغه زیاته کړې«هغوی چې ځانونه زموږ هېوادوال ګڼي حاضر دي له هغو خارجيانو سره اوربند وکړي چې د دوی په اصطلاح یې ورسره جهاد کاوه، خو بلخوا د خپل ورور خلاف په ټوله بې رحمۍ جنګ ته ادامه ورکوي.»

اتمر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړې دوه ورځې وروسته خپلو جنیګالیو ته امر کړی، چې پر افغان ځواکونو بریدونه له سره پیل کړي.

په ورته وخت کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته ویلي، چې د اورکم اونۍ پای ته رسېدلې او پر افغان ځواکونو به د طالبانو بریدونه له سره پیل شي.

نوموړي ویلي، چې د امریکا سره د سولې د هوکړې پر اساس به طالبان پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي.

دی وایي، پر افغان ځواکونو ځکه بریدونه پیلوي، چې د سولې په شوې هوکړه کې له امریکا سره پر دې هېڅ توافق نه دی شوي، چې پر افغان ځواکونو به هم بریدونه دروي.

طالبان دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې پرون په خوست کې د فوټبال په میدان کې موټر سایکل بم چاودنې درې تنه و وژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل، خو طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي