ټرمپ له طالبانو سره د سولې هوکړې دوه پټ اسناد له کانګرس سره شریک کړل

13 حوت 1398 ساعت 12:44

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د لاسلیک شوې هوکړې دوه محرم او پټ اسناد له کانګرس سره شریک کړي دي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د لاسلیک شوې هوکړې دوه محرم او پټ اسناد له کانګرس سره شریک کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه د تېرې شنبې کب ۱۰ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه.

د دغه تړون تر لاسلیک دوه ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه مرکه کې و ویل، چې په دې هوکړه کې دوه پټ او محرم اسناد هم له طالبانو سره شریک شوي، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

د پمپیو له دې خبرو وروسته پولیټیکو رسنۍ ویلي، د ټرمپ ادارې د نظامي تطبیقاتو دوه پټ سندونه چې له طالبانو سره لاسلیک شوي دي، نن سه شنبې د کانګرس د باندنیو اړیکو له کمېټې سره شریک کړي دي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون د پټو او ښکاره موادو په اړه د امریکا د کانګرس د باندنیو اړیکو کمېټې مشره الیوټ اینجل وايي، دا یو ډیر لوی څه دي خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره مهم وو.

د همدې کمېټې جمهوري خواه غړی مایک مک کاول ویي، د تړون په اړه شکونه شته خو اړتیا ده چې فرصت ورکړل شي که طالبان له هوکړې سرغړونه وکړي، تړون مات شوی وبولي.

هغه زیاته کړې« موږ پوهېږو چې ښه ډله نه ده، هغوی ډېر بې رحمه دي خو بل انتخاب هم نه لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لا له امریکا سره د پټ کوم سند د لاسلیکولو په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې امریکا پر طالبانو باندې دا منلې چې په افغانستان کې به یې استخباراتي حضور مني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125594

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125594/

جمهور
  https://www.jomhornews.com