د پاکستان د پيلز ګوند مشر:

د افغان حکومت او افغانانو له رهبریت پرته افغان سوله نه شي ټینګېدای

13 حوت 1398 ساعت 14:05

د پاکستان د خلکو یا پیپلز ګوند مشر او د پخوانی وژل شوې بېنظر بوټو زوی بلاول بوټو وايي، د افغان حکومت او افغانانو له رهبریت پرته افغان سوله نه شي ټینګېدای.


د پاکستان د خلکو یا پیپلز ګوند مشر او د پخوانی وژل شوې بېنظر بوټو زوی بلاول بوټو وايي، د افغان حکومت او افغانانو له رهبریت پرته افغان سوله نه شي ټینګېدای.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بوټو د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه باندې نیوکه کړې وايي، د افغان حکومت په څېر له یو باصلاحیته لوري شاملولو پرته به دا هوکړه بریالۍ نه شي.

نوموړي په یوه اعلامیه کې  یوازې افغان رهبري او د افغانانومالکیت په سیمه کې د ثبات راوستلو جوګه کېدلای شي.

خو په وینا یې د سولې پروسه له افغان حکومت، افغان وګړو، افغان ملي شورا او افغانو ښځو له ګډون مخته تللې په داسې حال کې چې هره ورځ بریدونه هم په دغو خلکو کېږي.

بلاول بوټو زرداري ویلي، که مذاکرات د افغانانو په ګټه وي او څلویښت کلن ناورین ته په کې جمهوري حل لاره را ایستل کېږي، نو هرکلی یې کوي، خو که دا پروسه د امریکا د ولسمشر په یو ټویټ داسې پيل شوې وي چې افغان حکومت په کې شامل کړای شوی نه دی، نو د امریکا او طالبانو د خپلمنځي هوکړې بریاليتوب له شک سره مخ کېږي.

د هغه په وینا که پاکستان غواړي چې په امریکايي ټاکنو کې د ټرمپ له بریا سره مرسته وکړي، نو دا سوله به سوله رانه وړي او نه به پاکستان یا افغانستان ته کومه ګټه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125597

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125597/

جمهور
  https://www.jomhornews.com