عربي امارات د کرونا ویروس د تشخص آلې افغانستان ته ورکوي

14 حوت 1398 ساعت 8:48

د عامې روغتیا وزارت وايي، متحده عربي امارات د کرونا ویروس د تشخصی لپاره ۵۰ زره آلې په وړیا توګه افغانستان ته ورکوي.


د عامې روغتیا وزارت وايي، متحده عربي امارات د کرونا ویروس د تشخصی لپاره ۵۰ زره آلې په وړیا توګه افغانستان ته ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روغتیا وزارت ویندوی وحیدالله مایار ویلي، متحده امارات دا ۵۰ زره الې، چې تر ۳ ملیون ډالره زیات ارزښت لري، افغانستان ته ورکوي چې پر کرونا اخته کسانو پېژندنه پرې وکړي.

عربي امارت له افغانستان سره د دغه آلو مرسته پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس یوه پېښه هرات کې ثبت شوې او ۷۰ شکمنې نورې پېښې لیدل شوې دي.

افغانستان د کورونا د تشخیص د الو ترڅنګ د کورونا د تشخیص مرکزونو ته هم ډېره اړتیا لري. اوس د هر مشکوک کس وینه پلازمېنې کابل ته استول کېږي او په ځنډ معلومېږي چې دا وایرس لري او که نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125620

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125620/

جمهور
  https://www.jomhornews.com