۰
ارګ:

تر چې بین الاافغانی مذاکرات پیل شوي نه وي د طالب زندانیانو آزادو امکان نه لري

چهارشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۸
ارګ د طالب زندانیانو د آزادول د بین الاافغاني مذاکراتو اجنډا بولي ټینګار کوي، تر چې دغه مذاکرات پیل شوي نه وي د زندانیانو خلاصون امکان نه لري.
تر چې بین الاافغانی مذاکرات پیل شوي نه وي د طالب زندانیانو آزادو امکان نه لري
ارګ د طالب زندانیانو د آزادول د بین الاافغاني مذاکراتو اجنډا بولي ټینګار کوي، تر چې دغه مذاکرات پیل شوي نه وي د زندانیانو خلاصون امکان نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه کې یادونه شوې، چې د باور جوړونې او ښه نیت له مخې دې حکومت د طالبانو پنځه زره او طالبان دې د حکومت زر تنه بندیان خوشي کړي.

خو افغان حکومت وايي، د بندیانو خلاصون په یو ځل نه شي کېدای او دوی د دغه خلاصون لپاره شرطونه لري، چې طالبان باید غاړه ورته کېږي.

ولسمشر غني درې ورځې وړاندې یوه خبري کنفرانس کې ویلي و، چې د زندانیانو خلاصون د امریکا صلاحیت نه دی او دا چاره په افغان حکومت او ولس پورې اړه لري.

ښاغلي غني پرون ننګرهار کې د یوې غونډې پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړو چې حکومت په بین الاافغاني خبرو کې د زندانیانو پر تبادلې خبرو ته چمتو دی، خو ویې ویل طالبان باید د دغه مذاکراتو لپاره شرطونه وړاندې نه کړي.

ولسمشر و ویل که طالبان شرطونه لري نو دوی هم شرطونه لري او طالبان د ورته و وايي، چې کله له پاکستان څخه راوځي.

خو له دې وروسته ځینې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګڼې امریکا هڅه کوي، چې طالب زندانیان خوشي شي او طالبانو هم ویلي، چې دوی د زندانیانو د تبادلې خبره له امریکا سره کړې او هغوی ورسره توافق کړی.

خو د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن چهارشنبې د کب ۱۴ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، تر چې بین الاافغاني مذاکرات پیل شوي نه وي، د طالب زندانیانو خوشي کول امکان نه لري.

د هغه په وینا د زندانیانو تبادله د بین الاافغاني مذاکراتو اجنډا ده، او په دغه مذاکراتو کې باید پرې خبرې وشي.

په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی سیداکبر آغا وايي، تر اوس هېڅ لوري د طالب زندانیانو د خوشي کولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان بیا وایي، تر چې د دوی پنځه زره زندانیان خوشي نه شي، دوی به بین الاافغاني مذاکرات پیل نه کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي