طالبان باید دا ومني چې افغان دولت د خپل ملت استازیتوب کوي
ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د سولې په اړه تلېفوني خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وایي، دغه تلېفوني خبرې پرون سه شنبې د کب ۱۳ مه نن ماښام مهال شوې دي.
خبرپاڼه وايي، په دغو خبرو کې د قطر امیر ژمنه وکړه، چې د افغانستان د سولې پروسې اسانتیا برابرولو په برخه کې، په خپله او هیواد یې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د قطر امیر ویلي، په هغه کتنه کې چې له طالبانو سره یې لرله، هغوی ته څرګنده کړه نننی افغانستان د دوو لسېزو مخکېنی هېواد نه دی، بلکې په افغانستان کې یو لړ نوي واقعیتونه رامنځته شوي او دغه هیواد تغییر کړی دی.
د هغه په وینا د افغانستان نوي واقعیتونه دا دي چې دغه هیواد اوس یو منتخب مشروع حکومت لري او طالبان باید دا ومني چې افغان دولت د خپل ملت استازیتوب کوي.
نوموړي ویلي، افغان حکومت او ملت جدي او مشروع غوښتنې مطرح کوي خو طبعاً طالبان هم غوښتنې لري چې د مذاکراتو په جریان کې به پرې بحث وشي.
سرچینه وایي، غني د قطر له امیر څخه مننه وکړه وې ویل، د اړتیا پر مهال به له نوموړي سره د سولې په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل