ملاعبدالمنان نیازي:

د امریکا سره د قطر طالبانو تړون یو غیر اسلامي او د پاکستان تړون دی

14 حوت 1398 ساعت 13:35

د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو جلا شوې ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازی وایي، په قطر کې د امریکا له لوري د طالبانو سره شوي تړون یو غیر اسلامی، غیر افغاني او پاکستانۍ تړون دی.


د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو جلا شوې ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازی وایي، په قطر کې د امریکا له لوري د طالبانو سره شوي تړون یو غیر اسلامی، غیر افغاني او پاکستانۍ تړون دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملاعبدالمنان نیازی په یوه ویډیو کې چې په خواله رسنیو هم خپره شوې وايي، دا تړون د افغانستان او افغانانو پر ګټه نه دی او نه هم د افغانانو ګتې په کې خوندي شوې.

دی وايي«دا یو غیر اسلامي پاکستانۍ تړون دی، چې له کفري ائتلاف سره شوی دی، چې نه افغانستان ته ملي یووالي راولي او نه یې ملي ګټې ساتلی شي.»

د هغه په وینا دا تړون د افغان ولس په نظر یو تجرید شوی پاکستاني تړون دی، چې افغانستان او افغانان په کې هېڅ نقش نه لري، بلکې پاکستان له یوه کفري ائتلاف سره کړی دی.

دی وايي، پاکستان له تېرو ۷ کلونو راهیسې دغه تړون جوړ کړي، چې قرباني یې ملا محمد عمر، ملا عبیدالله او نور هغه پاک جنیګالي شول، چې د افغانستان د آزادۍ لپاره یې جګړه کوله.

ملا نیازی وايي، د دغه تړون په عواقبو نه افغانان پوهېږي، نه افغان حکومت او نه هم هغه طالب جنیګالي، چې د ملا هبته الله او پاکستان په اشاره جګړه کوي.

نوموړي د ملا هبته الله په مشرۍ د طالبانو ډله یوه پاکستانۍ ډله وبلله، چې په وینا یې جګړه یې جهاد نه دی او یوازې په افغانستان کې د پاکستان اهداف پلي کوي.

ده ویلي«د قطر په تړون کې پاکستان طالبانو ته دا مفکوره ورکړې، چې افغان حکومت ته شکست ورکړي او بیا دوی پر کابل واکمن شي.»

دغه طالب مشر وایي، د پاکستان دا تړون هم هغه تړون ته ورته دی، چې ګلبدین حکمیتار یې کابل ته راوست او اوس غواړي د قطر طالبان هم کابل ته راولي، او په راتلونکې حکومت کې یې ځای کړي.

نوموړي په دغه ویډیويي پیغام کې پر نړیواله ټولنه، ناټو او په ځانګړي ډول امریکا غږ کړی، چې نور د افغانانو او افغانستان ګټې په پام کې ونیسي، نه د پاکستان ګټې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125639

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125639/

جمهور
  https://www.jomhornews.com