د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا کابل ته راغلي او له عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له عبدالله او کرزي سره د خلیلزاد لیدنې پرون چهارشنبې د کب ۱۴ مه شوې، چې په ناسته کې یې کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راس ویلسن هم حضور درلود.
د افغان حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله ویلي، له ښاغلي خلیلزاد سره یې کتنه کې د امریکا او طالبانو د هوکړې د عملي کولو په لارو چارو خبرې کړي دي.
په ورته وخت کې د کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، ښاغلي کزي له خلیلزاد مننه کړې، چې د طالبانو له تحریک سره یې سوله وکړه.
کرزي په دغه لیدنه کې له خلیلزاد سره له تړون وروسته په بعدي اقداماتو د بحث تر څنګ د مذاکراتي پلاوي په تشکیل هم خبرې کړې دي او ورته یې راپور ورکړی چې په دې تړاو یې ځینې هلې ځلې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل