ناټو:

له افغانستانه په وتلو کې بېړه نه کوو، طالبان هېڅ کله جګړه نه شي ګټلي

15 حوت 1398 ساعت 8:04

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، دوی له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو کې بېړه نه کوي، ځکه په وینا يې ممکن د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه عملي نه شي.


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، دوی له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو کې بېړه نه کوي، ځکه په وینا يې ممکن د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه عملي نه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی د امریکا او طالبانو د هوکړې هرکلی کوي، خو په دې پوهېږي، چې ستونزې او ناهیلۍ پر لاره دي.

که څه هم د ناټو مشر د دغه ستونزو او ناهیلیو په اړه جزیات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ، چې دوی له افغانستانه د ځواکونو په وتلو کې بېړه نه کوي.

هغه چې برون یې د کروشیا په پلازمېنه زاګریب کې د هغه هېواد له صدر اعظم سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، که دوی بیړه وکړي، ممکن د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې عملي کول له ستونزو سره مخ شي.

سټولټنبرګ و ویل«زه فکر کوم چې اوس موږ باید وتلو کې بیړه ونه کړو ځکه دا به د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د عملي کولو امکانات را کم کړي، طالبان باید پوه شي چې د جګړې له لارې هېڅکله نه بریالي کېږي.»

د ناټو سرمنشني ویلي، دوی د افغان ځواکونو روزنې، همکارۍ او مشورو ته ژمن پاتې کېږي او د دغه ځواکونو مالي ملاتړ ته به دوام ورکړي.

هغه ټینګار کړي«مونږ په دې سره طالبانو ته ښکاره پيغام ورکوو چې جګړه کې بری نشته، دوی باید د خبرو مېز ته کېني، ریښتینی جوړجاړی وکړي او له امریکا سره هوکړه عملي کړي.»

د نوموړي په وینا هغه مهم څه چې دوی ترلاسه کړي دي دا چې طالبان به له نړیوالو ترهګرو سره هر ډول اړیکې پرې کوي او اجازه به نه ورکوي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شي.

د ناټو سرمنشي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړې وروسته د تاوتریخوالي کمولو لړۍ ودروله او پر افغان ځواکونو یې له سره بریدونه پیل کړ.

د طالبانو د بریدونو له پیل او د امریکا سره له تړون وروسته امریکايي ځواکونو هم په هلمند کې په لومړي ځل پر طالبانو بریدونه وکړل.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د امریکایي ځواکونو ویاند و ویل، د دوی برید دفاعي و.

دواړو زیاته کړې وه، چې دوی د سولې هوکړې ته ژمن دي او عملي کوي یې خو د خپلو افغان همکارانو دفاع یې هم دنده ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125652

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125652/

جمهور
  https://www.jomhornews.com