۰
د امریکا دفاع وزیر:

د سولې هوکړې پایلې ګدوډې دي، ښکاري طالبان تاوتریخوالی نه کموي

پنجشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۵
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک شوه، خو په وینا یې تر اوسه د دغه هوکړې پایلې ګدوډې دي.
د سولې هوکړې پایلې ګدوډې دي، ښکاري طالبان تاوتریخوالی نه کموي
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک شوه، خو په وینا یې تر اوسه د دغه هوکړې پایلې ګدوډې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسپر چې د امریکا د کانګرس دفاعي کمېټې ته یې خبرې کولې ویلي، طالبانو ګڼ بریدونه کړي او له دې ښکاري، چې دوی تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي.

د هغه په وینا طالبانو کلونه جګړه کړې ده نو له همدې امله د دومره جنګیالیو کنټرول د طالبانو لپاره یو څه سخت دی.

د امریکا دفاع وزیر ټینګار کړی که د سولې هوکړه عملي نه شي، دوی به د طالبانو پر ضد عملیاتو ته ادامه ورکوي.

نوموړي ویلي امریکا د افغان حکومت ملاتړې ده او په خبره یې دا مسایل د سولې په اړه په ګډه اعلامیه کې هم واضح شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د تېرې شپنې د سولې په شوې هوکړه کې پر دې توافق شوی، چې تاوتریوالي کموالۍ به دوام کوي.

خو تر دغه تړون یوه ورځ وروسته طالب مشرانو خپلو جنګیالیو ته امر وکړ، چې پر افغان ځواکونو له سره بریدونه پیل کړي او په بهرنیو ځواکونو د کار نه لري.

د دې امر تر لاسه کولو وروسته طالبانو د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه پیل کړل، چې د ۲۰ ملکي وګړو په ګډون ۶۰ تنه افغان پوځیان په کې وژل شوي دي.

د طالبانو له بریدونو وروسته امریکایي ځواکونو هم په هلمند کې د لومړي ځل لپاره پر طالبانو هوايي برید وکړ او ویې ویل دغه برید یې له افغان ځواکونو د دفاع په موخه وو.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، دوی د سولې هوکړې ته ژمن دي، خو د افغان ځواکونو دفاع یې هم دنده ده او طالبان باید تاوتریخوالی کمول او د سولې هوکړه عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي