افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې تازه بیا کابل ته راغلی وايي، د سولې په برخه کې د اسانتیا لپاره له افغان او طالب لوري سره د زندانیانو پر خلاصولو خبرې کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، له طالب مشرانو سره یې کتلي دي او دواړو لورو د سولې پر راتلونکو اقداماتو بحثونه لرلي.
نوموړي زیاته کړې، طالبانو او امریکا ټینګار کړی چې د سولې نور اقدامات دې ترسره شي او پر هوکړه دې عمل وشي.
خلیلزاد په ټینګار سره زیاته کړې چې امریکا د هوکړې عملي کولو ته ژمنه ده او هڅه کوي له افغان حکومت او طالبانو سره په خبرو د زندانیانو د تبادلې مسئله حل کړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دوی د سولې په لار کې ټول رامنځ ته شوي خنډونه له منځه وړي.
خلیلزاد یو ځل بیا پر افغانانو غږ کړی چې په دې حساسو شرایطو کې خپل یووالی وساتي او د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبان تر منځ د شوې هوکړې پر اساس طالبانو ویلي، د دوی پنځه زره بندیان باید له زندانه خوشي شي.
خو افغان حکومت وایي، د زندانیانو خلاصون د افغان حکومت صلاحیت او واک دی نه د امریکا او تر چې طالبان بین الافغاني خبرې پيل نه کړي زندانیان یې نه خوشي کېږي.
ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې ننګرهار کې د یوې غونډې پر مهال ټینګار وکړ، چې سولې ته ژمن دی خو په وینا یې طالبان دې هم د سولې لپاره شرطونه نه اېږدي.
د هغه په وینا که طالبان شرطونه اېږدوی نوی دوی هم شرطونه لري او هغه دا چې طالبان دې و وايي، څه وخت له پاکستان څخه راوځي.
دغه راز ولسمشر و ویل، افغان ولس او حکومت ته باید ډاډ ورکړل شي، چې خوشي کوونکي طالب جنیګالي به بیا جګړې ته مخه نه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل