د مزاري د تلین پر مراسمو د شوي برید مرګ ژوبله ۱۱۳ تنو ته ورسېده

17 حوت 1398 ساعت 7:52

پلازمېنه کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین په مراسمو په شوي وسله وال برید کې مرګ ژوبله ۱۱۳ تنو ته رسېدلې ده.


پلازمېنه کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین په مراسمو په شوي وسله وال برید کې مرګ ژوبله ۱۱۳ تنو ته رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون جمعه د کب ۱۶ مه د کابل لوېدیځ لور ته دشت برچي د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین مراسم نیول شوي وو.

دغه مراسمو ته، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ډاکتر عبدالله عبدالله، حاجي محمد محقق، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، باتور دوستم او یو شمېر نور سیاسي مشران ورغلي و.

خو د مراسمو تر پل څو ساعته وروسته یاد ځای ته نېږدې له یوې ودانې پر دغه مراسمو هغه مهال برید وشو، چې محمد کریم خلیلي خلکو ته خبرې کولې.

برید د مراسمو ځای ته له یوې نېږدې ودانۍ شوی و، چې د عامې روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې ۳۲ تنه په کې وژل شوي او ۸۱ نور ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي، په وژل شویو کسانو کې پنځه ښځې هم شاملې دي او ځینې ټپیان تر لومړۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي، چې ټول ملکي وګړي دي.

طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي، خو داعش ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

دا پرلپسې درېیم کال دی، چې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو برید تر سره کېږي.

ولسمشر غني، دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 125692

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125692/

جمهور
  https://www.jomhornews.com