ملګرو ملتونو او امریکا د مزاري د تلین پر مراسم برید غندلی دی

17 حوت 1398 ساعت 7:58

ملګرو ملتونو او امریکا د افغانستان پلازمېنه کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین پر مراسمو شوی وسله وال برید په کلکو ټکو غندلی دی.


ملګرو ملتونو او امریکا د افغانستان پلازمېنه کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین پر مراسمو شوی وسله وال برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې دا برید د کرکې وړ بللې وايي، پر ملکي او بې ګناه وګړو برید قوت نه بلکې د کمزورتیا نښه ده.

په خبرپاڼه کې  د پیښې د قربانیانو سره خواخوږي ښودل شوې او د افغانستان امنیتي ځواکونه ستایل شوي چې د ترهګرو سره یې مقابله کړې.
اعلامیه وایي، دا د افغان ولس حق دی چې د ترهګرۍ نه پرته راتلونکې ولري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د افغانستان د سولي روانه پروسه د افغانانو لپاره مهم فرصت دی چې یو ځای شي او د داعش د ګواښ په خلاف متحده جبهه جوړه کړي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو هم دغه برید غندلی او عمومي منشي انتونو ګوتیریش ویلي، په عامو خلکو بریدونه د منلو وړ ندي او "هر څوک چې دا ډول بریدونه کوي باید حساب کتاب ورسره وشي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې د افغان ولس سره خواخوږي ښودل شوي او پکې ویل شوي چې ملګري ملتونه د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ته ژمن دی چې له مخې به یې په افغانستان کې جګړه پایته ورسیږي.

پرون جمعه د کب ۱۶ مه د کابل لوېدیځ لور ته دشت برچي د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین مراسم نیول شوي وو.

دغه مراسمو ته، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ډاکتر عبدالله عبدالله، حاجي محمد محقق، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، باتور دوستم او یو شمېر نور سیاسي مشران ورغلي و.

خو د مراسمو تر پل څو ساعته وروسته یاد ځای ته نېږدې له یوې ودانې پر دغه مراسمو هغه مهال برید وشو، چې محمد کریم خلیلي خلکو ته خبرې کولې.

برید د مراسمو ځای ته له یوې نېږدې ودانۍ شوی و، چې د عامې روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې ۳۲ تنه په کې وژل شوي او ۸۱ نور ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي، په وژل شویو کسانو کې پنځه ښځې هم شاملې دي او ځینې ټپیان تر لومړۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي، چې ټول ملکي وګړي دي.

طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي، خو داعش ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

دا پرلپسې درېیم کال دی، چې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو برید تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125693

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125693/

جمهور
  https://www.jomhornews.com