۰
ټرمپ:

د ټولو ځواکونو په ایستلو ښايي طالبان حکومت ونیسي

شنبی ۱۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۷
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا امکان نه دی رد کړی، چې ښايي له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو په وتلو سره طالبان افغان حکومت ونیسي.
د ټولو ځواکونو په ایستلو ښايي طالبان حکومت ونیسي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا امکان نه دی رد کړی، چې ښايي له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو په وتلو سره طالبان افغان حکومت ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ چې پرون جمعه د مارچ شپږمه یې سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وینا کوله و ویل، ښایي د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان اوسنی حکومت چې غرب یې ملاتړ کوي طالبان ونیسي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې افغانستان باید په نهایت کې د ځان غم وخوري ځکه امریکا نه
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې«دا هېواد باید په نهایت کې د خان غمر وخوري، موږ هلته د نورو شلو کلونو لپاره نه شو پاتې کېدای، موږ هلته شل کاله تېر کړل، او موږ د هغه هېواد ساتنه کوله، بلاخره هغوی باید ځان وساتي، پوهېږۍ. دا کار باید ډېر وړاندې شوی وای، سړی تر کله د بل چا لاس نیولی شي، موږ ته ښايي، چې د خپل هېواد چارو ته پام راوګرځوو.»
شي کولی د ۲۰ نورو کلونو لپاره هم هلته پاتې شي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې«دا هېواد باید په نهایت کې د خان غمر وخوري، موږ هلته د نورو شلو کلونو لپاره نه شو پاتې کېدای، موږ هلته شل کاله تېر کړل، او موږ د هغه هېواد ساتنه کوله، بلاخره هغوی باید ځان وساتي، پوهېږۍ. دا کار باید ډېر وړاندې شوی وای، سړی تر کله د بل چا لاس نیولی شي، موږ ته ښايي، چې د خپل هېواد چارو ته پام راوګرځوو.»

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په نهایت کې به طالبان واک ته ورسېږي و ویل، نه باید داسې وشي، خو دا امکان شته چې طالبان واک ته ورسېږي.

خو ټینګار یې وکړ، چې افغانان باید خپله خپل هېواد وساتي، ځکه په وینا یې امریکایي ځواکونه نور نه شي کولی په افغانستان کې پاتې شي.

ټرمپ دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې اوونۍ وړاندې یې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، او تر دې وروسته طالبانو یو ځل بیا د افغان ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

خو په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي هم له افغان حکومت سره یو ګډه اعلامیه خپره کړه او ټینګار یې وکړ، چې له افغانستان سره د امریکا او ناټو ټول تړونونه پر ځای دی او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي